Banner

مینا/ د حج یونلیک/ لسمه برخه

31.01.2009 08:21

د کعبې دیدار، عمره او طواف القدوم
د همدې ورځ په مازدیګر له خپل هستوګنځي څخه ووتو او د ملک خالد د سړک تونل مو په پښو طی کړ او د العزیزیه ښارګوټي ته ور ووتو چې له مینا سره نږدې یې موقعیت درلود. سره له دې چې بیروبار زښته یات وو خو موږ په دې و توانیدو چې یو موټر پيدا کړو او په هغه کې د کعبې شریفې د حرم په لوري و خوځیږو چې د مکې مکرمې خلکو یوازې حرم ورته وایه. د موټر کرایه سړي سر ۵ ریاله وه چې د افغانستان د کرنسۍ په حساب له ۷۰ افغانیو څخه لږ څه زیاتیږي.
تر ۲۰ دقیقې مزل وروسته نور نو د موټر د تګ امکان نه وو چې ولاړ دې شي ځکه چې مکې مکرمې ښار ټول د داسې حاجیانو ډک وو چې سپین احرامونه یې اغوستي وو او کوښښ یې کاوه چې د کعبې په حرم کې د ماښام د لمانځه لپاره د مخې صفونو ته ور تیر شي. موږ هم په دې و توانیدو چې د حرم د جومات داخل ته لاره پیدا کړو او د لومړي ځل لپاره مو سترګې د لوی خدای (ج) په عظیم کور باندې ولګیږي.

یو مقام
د رحمت په قافلو کې یو انعام راکړ جانان
د عنبرو په څپو کې یو ماښام راکړ جانان
د افق سرخي را اخلم د ښکلاوو په منګولو
په شیرینو ولولو کې ښکلی جام راکړ جانان
ستا د مینې په نړۍ کې له مقداره وړاندې تللی
منصوري غوندې لېمو کې یو مقام راکړ جانان
د وصال نشه راټوله د ځیګر په تږې خونه
د آرمان خوږو لحظو کې یو پیغام راکړ جانان
د لبیک مستې نغمې دي چې د زړه دیوان ته درومي
اې کعبې ستا په لیدو کې ګل اندام راکړ جانان
۱۵ لیندۍ ۱۳۸۷ لمریز ۵ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ مکه مکرمه، د کعبې شریفې حرم

موږ چې کله د حرم جومات ته د ننه شوو نو د ماښام د لمانځه وخت وو او ډیر په سختۍ مو د لمانځه په کتارونو کې ځان ته ځای پیدا کړ. خو زما لپاره ښه خبره دا وه چې زما دواړه ملګري چې په دې مبارک محل کې راسره ملګري وو نو دوی بلد وو او مخکې له دې هم د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره راغلي وو. ښاغلي قرار صاحب او ښاغلي واصل نور صاحب ډیره همکاري راسره وکړه او په هر ګام کې به یې راته ښودنه کوله چې اوس کوم عبادت او څرنګه باید وشي.
همدارنګه باید یادونه وکړم چې د طواف او ټولو احکامو د اجرا کولو پر مهال انجنیر صاحب محمد عالم قرار ځانګړې وړتیا له ځانه ښوده البته له دې سره سره چې سپین ږیری معلومیده خو ډیر تکړه وو او په هر ځای کې یې ځان ته لاره ویستلی شوه.
د کعبې په حرم کې د هر فرضي لمانځه وروسته په هغو مړو باندې هم لمونځونه کیږي چې وفات شوي وي او د جنازې د لمانځه د ادا کولو په موخه په ځانګړي ځای کې ایښودل شوي وي. په دې ورځ هم د ماښام د لمانځه د جمعې وروسته په مړو باندې د جنازې لمونځ هم ادا شو او له هغه وروسته نو موږ د طواف په موخه هغه ځای ته ورښکته شوو چې مطاف ورته وایي او د ملک عبدالعزیز له دروازې او هغه مخصوصې اشارې سره باید حاجي په طواف کولو باندې پيل وکړي چې حجر الاسود ته مخامخ ټاکل شوې ده. له همدې ځایه به حاجي له ځان سره حساب کوي چې باید اوه شوطه پوره کړي یانې اوه ځلې تر کعبې شریفې ګرد را تاو شي. هغه دعا چې د حجر الاسود سره نږدې ویل کیږي هغه دعا ده چې موږ یې د لمانځه په آخر کې لولو او نورې هر ډول دعاګانې لوستلی شي. همدارنګه د الله اکبر او لبیک اللهم لبیک کلیمې هم لوستل کیږي او په خپله ژبه هم د خپلو دیني او دنیوي امورو د سمون لپاره ډول ډول دعاګانې سړی لوستلی شي.
کله چې د طواف اوه شوطه پوره شول نو د ابراهیم له مقام سره مو دوه رکعته د شکرانې لمونځ هم دا کړ چې دغه کار مستحب ګڼل کیږي. په همدې توګه د زمزم اوبه مو ښې پریمانه وچښې او د سعې بین الصفا و المروه په طرف ورغلو خو د دې عبادت د سرته رسولو څخه د مخه د ماسختن لمونځ ادا شو.
نوموړی عبادت له الصفا څخه پیل کیږي او د دواړو خواوو تګ او راتګ باید اوه ځلې پوره شي نو موږ هم همداسې وکړل او له صفا څخه مو پيل کړل او اوه ځلې تګ او راتګ تکمیل شو. په دې ځای کې هغو نښو ته باید سړی وګوري چې په شنو چراغونو نښه شوې دي چې د هغه په منځکې باید سړې د منډې په ډول ولاړ شي چې په عربي کې هروله ورته وایي. همدارنګه هر ځل چې حاجي صفا ته را رسیږي نو دلته د خپلو دیني او دنیوي امورو او ټول عالم اسلام په باره کې دعاوې کوي. باید وویل شي چې له همدې ځای څخه د کعبې شریفې د حرم کنج هم ښکاري. کله چې سعیې بین الصفا و المروه خلاصه شي نو سړی له مروه سره دوه او یا زیات رکعته لمونځ ادا کوي، دعا کوي او د خپل سر ویښتان کموي چې په عربي کې حلق او یا قطع ورته وايي او په دې کار سره نو د عمرې او طواف القدوم اړوند عبادات تکمیل کیږي.
موږ  د نوموړې شپې تر لسو بجو پورې ایله د دې عبادت د سر ته رسولو څخه خلاص شوو. د طواف، سعې بین الصفا و المروه او نورو عبادتونو په لړ کې مو ولیدل چې د نړۍ څخه اکثره نارینه او ښځینه مسلمانان په داسې حال کې راځي چې ځوانان وي خو یوازې د افغانستان، پاکستان او شاید څه نورو هیوادونو د حاجیانو زیاتره برخه سپین ږیري تشکیل کړي.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.