Banner

مینا/ د حج یونلیک/ دولسمه برخه

02.02.2009 03:30 نړیواله جامه
د حج د مناسکو د ادا پر مهال د حرمینو پر سپیڅلې ځمکه د ټولې نړۍ د مومنانو د اسلامي ورورګلوۍ یو داسې حقیقي تصویر د هر لیدونکي سترګو ته دریږي چې سړی په ریښتنې بڼه اغیزمن کوي. د سعودي عربستان په خاوره کې تر لومړي ګام ایښودلو وروسته په هره لحظه کې موږ ته نوموړی تصویر په وار وار څرګندیده.
موږ چې په سعودي عربستان کې د کومې موسسې له خوا د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره وربلل شوي وو  د ټولې نړۍ څخه یې تر درې سوه مسلمانان میلمانه کړي وو چې د نړۍ له زیاتو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو څخه سعودي عربستان ته تشریف راوړی وو.
همدارنګه د حج د ادا کولو پر مهال به یو لیدونکی داسې فکر و نه کړي چې دا ښار دې ګواکي په کوم عربي هیواد پورې تړاو و لري او یا دا چې اوسیدونکي یې عربان دي بلکي هلته داسې احساس کوې چې یاره دا د ټولې نړۍ یو ښار دی چې هر چا ته خدای (ج) د خپل عظیم حکمت له مخې په دې ښار کې د سفر، ګرزیدو او هستوګنې  ځانګړی  نصیب ورکړی دی.
د حج د مناسکو د ادا کولو پر مهال د مکې مکرمې په ښار کې د هر هیواد، هر نژاد او هر کلتور خلک لیدل کیږي چې ټول د اسلام د کلیمې په بنسټ دغه ښار ته تشریف راوړی او د یوه ځانګړي تړاو په اساس د لوی خدای په عبادت مشغول وي.
د مکې مکرمې د زیاتره هوټلونو، سوداګریزو محلاتو او هټیو دوکانداران هم پخپله عربان نه دي بلکي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي چې په زیاتره سوداګریز هټیو کې د سویلي آسیا د هیوادونو خلک په کار بوخت دي.
د ټکسي موټرانو ډریوران هم زیاتره د ترکیې، برما، بنګلدیش، افغانستان، پاکستان، هندوستان، افریقا او داسې نورو هیوادونو اوسیدونکي دي چې خلک له یوه ځای څخه بل ځای ته لیږدوي.
موږ چې کله طواف القدو او حج عمره ادا کړه نو بیرته خپل هستوګنځي ته ستانه شوو او ورو ورو د مکې مکرمې په مبارک ښار کې بلد کیدو. د دې لپاره چې زه په عربي ژبه پوهیدم او بل دا چې د دې مبارکې ځمکې  سره مو له کوچینوالي څخه د زړه د مینې تړاو وو او د هغه د لیدو لحظې مو په ټول ژوند کې شمیرلې نو د مکې مکرمې ښار تر ډیره حده راته نابلده ښکاره نه شو سره لدې چې د افغانستان په نسبت هلته ډیر زیات کار شوی، ښکلي بلډنګونه، پراخ سړکونه او هر ډول آسانتیاوې موجودې دي خو شخصا ماته د نابلدۍ احساس و نه شو.
زموږ لپاره په خپل میلمستون کې د خوب خونې، حمامونه، جومات، روغتیايي کلنیک، د عامه خدماتو دفتر، انټرنیټ، د چای سهولت، پخلنځی، خوړنځی، ترانسپورت او نور هر ډول آسانتیاوې برابرې شوې وې چې د میلمنو په خدمت کې وو. له بلې خوا له هر لمانځه وروسته موږ ته د دیني موعظو او ضرروي مسایلو د بیانولو لپاره پوهان راغوښتل کیدل چې په عربي ژبه به یې لیکچرونه وړاندې کول خو په عین وخت کې همدغه لیکچرونه انګریزي، فرانسوي او جرمني ته هم ژباړل کیدل او اوریدونکو به د لیږدونکو غوږیو د سیستم په وسیله اوریدل.
پر دې سربیره په سلهاوو ټوکه د حج د مسایلو اړوند عربي، انګریزي، پښتو، دري، فرانسوي، جرمني او نورو ژبو لیکل شوي کتابونه د حاجیانو لپاره په وړیا ډول توزیع کیدل څو د خپلو عباداتو د اجرا په لړ کې ترې استفاده وکړي.
همدارنګه د دې میلمستون امنیت هم ډیر ټینګ ساتل کیده او هغه چاته د دخول اجازه نه ور کول کیده چې د حج لپاره به راغوښتل میلمه او یا د دوی خپل چارواکی نه وو.
بله ښه خبره دا وه چې د تیلفوني اړیکو لپاره د سعودي عربستان د مبایلي او داسې نورو کمپنیو سیم کارتونه پلورل کیدل چې په عربي کې یې ورته شریحه ویل او هر چا کولای شول چې له کوم راجستر پرته سیم کارت واخلي، په خپل مبایل کې ځای په ځاي کړي. کریدیت پکې واچوي د کورنیو او بهرنیو تیلفوني اړیکو لپاره ترې ګټه واخلي.
موږ هم د سعودي د مبایلی کمپنۍ یو یو عدد سیم کارت واخیست چې له موږ سره یې د حج د مناسکو د ادا او ټول سفر پر مهال ډیره مرسته وکړه. همدارنګه موږ وکولای شول چې له خپلو کورونو سره د هغه له لارې تماس ټینګ او وخت پر وخت خبرې ورسره وکړو. د اړیکو لپاره بل ښه سهولت په نوموړي میلمستون کې د انټرنیټ موجودیت وو چې وخت پر وخت به مو له دوستانو او خپلوانو سره له دې لارې هم اړینې اړیکې ټینګولای شوې.