Banner

مینا/ د حج یونلیک/ پنځلسمه برخه

10.02.2009 11:14

عرفات ته رسیدل
کله چې زموږ د سورلۍ موټرونو د مینا څخه د لویو لویو تونلونو له لارې د مکې مکرمې د ښار په څنډو کې د عرفات په لوري پراته سړک ته ځانونه برابرول نو په ښکلي ډول جوړ شوي مختلف او عجیب تونلونه یې شاته پریښودل چې لوی لوی غرونه یې سوري کړي وو او  په هر تونل کې له رڼايي څخه نیولې تر بادپکو، بیړنیو دروازو او پلیو لارو ټولې آسانتیاوې په نظر کې نیولې وې. د عرفات په لوري غزیدلي سړک دواړو لوریو ته ونې کرل شوې وې او د سړک د منځ په ګلدان کې هم داسې زینتي پوټي کرل شوي وو چې د کوچني دیوال په شان یې د دواړو سرکونو تر منځ د ښکلا ننداره کوله. ما د سعودي عربستان سپیڅلو ځایونو ته له خپل راتګ څخه د مخه  اوریدلي وو چې د دې ځای خاوره ډیره شګلنه او د کرنې لپاره مناسبه نه ده نو د سعودي د حکومت چارواکو ورته د کرنې لپاره مناسبه خاوره له بل ځای څخه راوړې ده. بل دا چې دا خبره مې هم اوریدلې وه چې چارواکو د هرې ونې بیخ ته د اوبو ځانګړي نلونه ور وستلي چې ونو ته د خپلې اړتیا له مخې هر وخت اوبه ورکولی شي. موږ چې کله له مکې مکرمې څخه د عرفات په غزیدلي سړک سفر کاوه نو دغه حقیقت مې په خپلو سترګو ولید او د هرې ونې بیخ ته ځانګړی د اوبو نل تیر شوی وو نو د سعودي په چارواکو مې آفرین ووایه. د لویو او وړو ونو کتارونه اوس د عرفات په ټوله سیمه کې غزیدلي دي او زما د اټکل له مخې چې د عرفات له شل کیلومتره مربع څخه زیاته ځمکه ونو پوښلې ده سره له دې چې تر اوسه پورې دومره لویې شوې نه دي خو بیا هم اوس خلک کولای شي چې د هغه د سیورې څخه ګټه واخلي.
کله چې زموږ د سورلۍ موټرونه د عرفات غونډۍ ته ورلنډ شول نو  د هغه نقطې په سر مو لوی لوی بالونونه ولیدل چې د سیم په وسیله په فضا کې نصب شوي وو او د عرفات د غونډۍ  د مدخل حدود یې په نښه کړي وو او له همدغه نقطې څخه چې لږ  نور ور تیر شوو نو د همدې سړک د ښي لاس خواته یوه لوحه نصب شوې وه چې د ام القري د اسلامي پوهنتون خواته یې اشاره کوله. همدغه طرف ته لږ لرې د نوموړي پوهنتون ودانۍ او تاسیسات هم لیدل کیدل دا چې نوموړي تاسیسات به د ام القری د پوهنتون ټولې مرکزي ودانۍ وي او یا به یې یوه ځانګه وي په دې هکله معلومات راته و نه شو. همدارنګه چپ لوري ته بیا د نمره جومات لیدل کیده چې په یوه لویه او پراخه ځمکه کې آباد شوی شاوخوا یې وړو وړو ونو پوښلې او مخې ته یې د موټرونو او بسونو ډیر لوی پارک موقعیت درلود. د نمره جومات د عرفات په سیمه کې موقعیت لري او د عرفات په ورځ په همدې جومات کې په یو ځايي توګه د ماسپښین د لمانځه پر مهال تر خطبې وروسته د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه ادا کیږي.
د عرفات په لاره د حاجیانو کاروانونو  یوازې په موټرو او بسونو کې سفر نه کاوه بلکي په لکهاوو خلک د سړک یوې او بلې خواته پلي هم روان وو او ځای ځای یې د اوبو هغه تش بوتلونه غورزولي وو چې اوبه یې ترې چښلې وې. باید وویل شي چې زیاتره خلک له مینا څخه عرفات ته د زیات ثواب د ګټلو په خاطر پلي ځي البته په داسې توګه کله چې د سهار لمونڅ په مینا کې وکړي نو د عرفات په لوري حرکت کوي. د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې کله کله د زیات بیروبار او ازدحام له کبله شاید چې پلي حاجیان له بسونو څخه د مخه د عرفات سیمې ته و رسیږی. په همدې توګه له مکې مکرمې څخه عرفات ته نه یوازې یو سړک بلکي په لسهاوو پاخه سړکونه غزیدلي دي او په همدې ورځ د حاجیانو له کاروانونو څخه ډک وي.
موږ چې کله د عرفات په حدودو کې ور داخل شوو نو هغه کمپونه مو و لیدل چې د مختلفو هیوادونو د حاجیانو لپاره آباد شوي وو او د اړوندو هیوادونو بیرغونه هم پرې نصب وو. زه غواړم چې د بیرغونو او لوحو په هکله یو ځانګړې لیکنه ولرم خو د افغانستان بیرغ مې هم یو دوه ځایه ولید چې نصب شوی وو.

لویه ربه
ستا په مینه کې خوبان  دي مومنان
ستا په در کې مهمانان دي مومنان
عرفات کې یې د هیلو منګول ایښې
له ناوړو نه پښیمان دي مومنان
ستا د خوږ نبي د پلونو نښې ګوري
په دې دښتو کې روان دي مومنان
قافلې په سپین احرام کې ورته ګوره
په تکبیر، تکبیر ګویان دي مومنان
د توحید په تار یې ایښې دي لاسونه
که زاړه دي که ځوانان دي مومنان
۱۶  لیندۍ ۱۳۸۷ لمریز ۶ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ مکه مکرمه، د عرفات غونډۍ

د عرفات په منځنۍ برخه کې په لسهاوو لوی او ښکلي سړکونه تیر شوي دي چې په هر یوه باندې متعددې لارښوونکې لوحې هم نصب شوې دي. موږ چې کله د عرفات غونډۍ ته ورسیدو نو د خلکو او موټرونو ډیر زیات بیروبار وو او و مو لیدل چې ځینو بډایو کسانو په لویو لویو موټرونو کې خواړه او میوې راوړې دي او خلکو ته یې ویشي. همدرانګه د هرې ونې لاندې کسان ناست وو، ځینو بیا وړې وړې خیمې درولې وې او تر هغه لاندې په عبادت مشغول وو. په همدې توګه د  عرفات د سیمې  وړې وړې غونډۍ له خلکو داسې ډکې وې تا به ویل چې سپینه واوره پرې شوې ده.
له مختلفو سړکونو څخه زموږ موټر تیر شو او په ډیر تکلیف هغه کمپ ته وربرابر شو چې د نمره د جومات تر څنګ زموږ لپاره ځانګړی شوی وو او موږ هم خپلو خپلو ټاکلیو خیمو ته تشریف یوړو.


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.