Banner

مینا/ د حج یونلیک/ آتلسمه برخه

17.02.2009 12:12

د مزدلفې په لوري
په عرفات کې زموږ کاروان تر تیاره ماښام پورې تم شو او هر چا هڅه وکړه چې د خپل دنیوي او اخروي ژوند د سمون لپاره ګڼې دعاګانې وکړي. همدارنګه د افغانستان څلور کسیزې ډلې چې په دې کاروان کې یې حضور درلود د نورو دعاګانو سره سره د خپل هیواد خلکو ته د سولې او ورورګلوۍ د اعادې په هکله ځانګړې فردي او جمعي دعاګانې وکړې.
یا الله نور زموږ تاریخي هیواد او بیوزله وګړي د تل لپاره د خپل منځي جګړو، بدبختیو او تباهۍ څخه و ژغوره او سوله د دوی په ټول ژوند باندې په حقیقي توګه حاکمه کړه.
یا الله ټولو افغانانو  ته د ورورګلوۍ هغه قیمت بها جوهر یو ځل بیا په نصیب کړه چې د دریو لسیزو په جریان کې سخته صدمه ورته رسیدلې او زموږ خلک له ډول ډول ناخوالو سره مخ دي.
کله چې موږ د نمره د جومات تر څنګ له خپل پنډغالي څخه بهر شوو نو د حاجیانو د بیروبار داسې یو حالت په ټول عرفات باندې حاکم وو چې په ډیره سختۍ سره سړي لار موندلی شوه. زموږ د سورلۍ بسونه زموږ د کمپ د دروازې څخه په لږ لرې واټن کې دریدلي وو او زموږ ملګرو په ډیره سختۍ سره هغه ته لاره ور وویسته او پکې سپاره شوو.
د دې ټول تکلیف سره سره چې په عرفات کې د زیات بیروبار له کبله جوړ شوی وو ما ته خپله د خوښۍ  یو عجیب احساس را په برخه وو چې له ډیرې خوښۍ مو اوښکې په سترګو کې د تم کیدو حوصله نه درلوده. په همدې یوه ورځ کې مو د عرفات له سپيڅلې ځمکې سره زړونه داسې و تړل شول چې بیلتون یې راته د زغملو وړ نه وو او ما فکر کاوه چې زموږ هر ملګری داسې یو احساس له خپل ځان سره لیږدوي.

د اوښکو عریضې
قافلې د مومنانو میلمنې دي د رحمان
ګوره څه بې شمیره خلک نن پدې ډګر روان
یوه هیله یې راوړې ده د خدای د رحمت تږي
زړونه ژمنه د پاکۍ کړي د یوې مینې په بیان
د تکبیر په ثنا مسته ده د هر یوه مومن ژبه
د توبې آواز اوچت دی د ژړاوو په ګریوان
له ناوړو څخه تښتي د تازه ژمنو پر مټو
وايي ای خالقه ربه ته پر موږ شه مهربان
د ګناه لور ته به نه ځو د نیکۍ باغچې به ساتو
موږ په ټینګه وایو خدایه له ناوړو یو پښیمان
عرفاته خدای دې مل شه موږ روان مزدلفې ته
ته شاهد اوسه جانانه د حجاجو د کاروان
موږه ستا په پاکه خاوره عریضې د اوښکو پریښوې
زړه مو نه درڅخه کیږي خو موږ ولاړو خدای پامان
چې به دا وروستی دیدن وي که به بیا راته حاصل شي
ستا هغه ښکلی دیدار چې دی د هر مومن آرمان  
۱۶ لنیدۍ  ۱۳۸۷ لمریز ۶ دیسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ مکه مکرمه، د عرفات څخه د مزدلفې په لور

له عرفات څخه تر مزدلفې پورې ډیره لاره نه ده خو زموږ موټریز کاروان د زیات بیروبار له کبله دغه لاره ایله په دوو ساعتونو کې ووهله. موږ په لاره کې بیا هم ولیدل چې په همدې شپه په لکهاوو حاجیان پلي هم روان وو چې له عرفات څخه مزدلفې ته تلل. په لاره کې بیا هم هغه ښکلي سړکونه او ترافیکي سیستم لیدل حاجیانو ته ور په زړه کوي چې د دې هیواد حاکمو چارواکو ته آفرین ووايي چې د حج د مناسکو د ادا کولو پر مهال یې ټول لازم ترتیبات نیولي او د دې لوی عبادت د ادا کولو لپاره یې هر ډول آسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
د لارې په اوږدو کې مو ولیدل چې د سعودي د وسله وال پوځ او امنیتي چارواکو فعالیتونه د ډاډ وړ وو او هر ځای یې د حاجیانو سره د بیړنۍ مرستې او د هغوی د امنیت په هکله لومړۍ درجه احضارات نیولي وو او په خپلو عسکري قشلو کې د تیارسۍ په حالت کې ښکاریدل.