Banner

نوی کال، نورروز او پسرلی

04.04.2009 03:03

نوروز، نوی کال او پسرلی

د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼې لري چې د ملت وګړي یې نمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړ کوي. نوروز هم د نوي هجري لمریز کال د لومړۍ نیټې او د پسرلي د موسم د لومړۍ ورځې سره برابره ده، د  سیمې او نړۍ د مهمو جشنونو څخه ګڼل کیږي او د افغانستان په شمول د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې په مختلفو ډولو باندې نمانځل کیږي.
د نوروز لغوي معنی نوې ورځ ده او په اصطلاح کې هغه ورځې یا کلتوري جشن ته ویل کیږي چې په هرو دولس میاشتو کې د نوي هجري لمریز کال او د پسرلي د موسم په لومړۍ ورځ نمانځل کیږي چې د نړۍ د یو شمیر خلکو په وسیله د هغه نمانځنه صورت مومي، لرغونی تاریخ لري او خلک د هغه په هکله مختلف عقاید او نظریات لري. د نوروز لپاره د نیروز، نوروج او مهرجان یا مهرګان کلیمې هم استعمال شوې دي.
تاریخي پس منظر:
نوروز د انسانانو په تاریخ کې لرغونی تاریخ لري چې ۵۸۳ قبل المیلاد ته رسیږي او ځینې تاریخ لیکونکي په دې آند دي چې نوروز د ورځې نمانځنه له یاد شوي تاریخ د مخه هم د نړۍ په یوه لویه سیمه کې د خلکو تر منځ نمانځل کیده. (۱)
ځینې څیړونکي بیا په دې نظر دي چې د نوروز د جشن تاریخي پس منظر د کیومرث تر زمانې پورې رسیږي چې لومړی عجم لارښود دی خو د فردوسي په روایت چې نوروز پر تخت باندې د جمشید پاچا د کښیناستلو د ورځې سره برابره ده.همدارنګه نوروز د زردشتیانو په دوره کې هم لمانځل شوی دی او ځینې څیړونکي دغه جشن د زردشتیانو جشن بولي.
خو د مهرداد په نوم یو لیکونکی لیکي چې د زردشت په ادبیاتو کې د نوروز د مهرجان او یا نورو داسې مناسباتو کومه یادونه نه ده شوې او دغه مناسبتونه د آریایانو څخه د مخه هم په خلکو کې رواج وو. (۲)
له زیاتو تاریخي آثارو څخه ښکاري چې د نوروز جشن د آریایانو او زردشتیانو په وخت کې هم نمانځل شوی او د هغه په هکله یې مختلف عقاید درلودل.
همدارنګه نوروز د جمشید په زمانه کې د برکت سمبول ګڼل شوی او اهریمن باندې د بریالیتوب ویاړ نوروز ته منسوب دی او په دې آند دي چې د نوموړي د بریالیتوب وروسته د ځمکې سر ته برکت راغلی دی. (۳)
تاریخ پوهان د نوروز د جشن د جوړولو او تر دې مهاله د خلکو په منځ کې د نوموړي جشن د پاتې کیدو لپاره لاندې دلایل راوړي:
په دې ورځ کیومرث زیږیدلی دی، هوشنګ پیشدادي په همدې ورځ پيدا شوی، تهمورث په همدې ورځ په دیوانو باندې بریالی شوی، فریدون په همدې ورځ د خپل واک قلمرو خپلو زامنو ته ویشلی دی، سام هریمان په همدې ورځ د آزاران خلک له ناکامۍ سره مخ کړي، کیخسرو په همدې ورځ پيدا شوی، زردشت په همدې ورځ د اهورا مزدا له خوا د زردشتي دین په تبلیغ مامور شوی، جمشید په همدې ورځ په تخت تکیه وهلې ده، ګشتاسب په همدې ورځ د مزدیسنا قانون منلی دی او ځینې شیعه مذهبه ډلې په دې نظر دي چې حضرت علي کرم الله وجهه په همدې ورځ خلیفه شوی دی. (۴)
نوروز د اسلام د مبارک دین د بعثت څخه د مخه په عربي ټولنو کې هم رواج وو او د مهرجان یا نیزوز په نامه به یې یاداوه او لمانځنه به یې کوله.(۵)
نوروز د هخامنشانیانو، اشکانیانو، ساسانیانو، سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو، تیموریانو، غزنویانو، هوتکیانو، احمدشابابا ابدالي او له هغه وروسته دورو کې هم د مختلفو مناسبتونو او پروګرامونو په ترځ کې نمانځل شوی دی.
د نورزو او نوي کال نمانځنه هیڅکله د نړۍ په یوه قوم او هیواد پورې اړه نه درلوده او نه یې لري بلکي د افغانستان، ایران، ترکیه، کردستان، عراق، آذربایجان، لبنان، سوریه، تاجکستان، البانیا، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکمنستان، کوسووا، مقدونیا، بوسنیا هرزګووینیا، او یو شمیر نورو هیوادونو په شمول د نړۍ په یوه لویه برخه کې نمانځل کیږي. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې نوروز  د یوې لویې سیمې د هیوادونو د خلکو ګډ کلتور ګڼل کیږي او  په هیڅ ځانګړي هیواد، ملت، ډلې، مذهب او یا قوم پورې تړاو نه لري.
نوروز او نوی کال په افغانستان کې:
د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم نوروز، د هجري لمریز کال پيل او پسرلي د موسم لومړۍ نیټه د هیواد په ګوټ ګوټ کې په مختلفو دودونو سره نمانځل کیږي.
د هجري لمریز کال د وري د میاشتې لومړۍ نیټه په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وي، افغانان د همدې ورځې د سهار د لمانځه څخه وروسته ځانګړې دعاوې کوي، د افغانستان واکمن ځانګړی پیغام صادروي، رادیویي شبکې، تلویزیوني چینلونه او نورې خبري رسنۍ خاص پروګرامونه او ځانګړې  پاڼې د نوي کال نمانځلو ته ځانګړې کوي. همدارنګه خلک یو بل ته د نوي کال مبارکي وايي. خو د دې خبرې یادونه اړینه ده چې د  نوروز د مراسمو نمانځنه د طالبانو د حاکمیت په دوره کې په افغانستان کې منع اعلان شوې وه.
د نوي کال میله د کندهار په سیمه کې لمانځل کیده خو د لوی احمدشاه بابا د پاچاهۍ  پر مهال دغه میله د شالیمار په نوم هم یاده شوې ده هغه دا چې کله لاهور د احمدشاه بابا د لښکرو په وسیله فتح شو نو د لاهور په شالیمار کې یې څو ورځې تیرې کړې. په همدې وخت کې د اڅکزو د قوم د غازیانو مشر  سردار برخودار خان  احمد شاه بابا ته راغلي او ورته ویې ویل ،چي په کندهار کي زموږ سیمي ټول ریګستانونو او شاړي ځمکې دي،چي د نوي کال په مناسبت د میلي ځانګړی ځای نه لري نو که تاسو موږ ته یو ځای په نښه کړي چي زموږ خلک هم د میلې څخه خوند واخلي. په همدې خاطر احمد شاه بابا نه یوازی د اڅکزو د قوم بلکي د ټول افغانستان د اقوامو لپاره د ارغنداب د بابا ولي صاحب د زیارت څخه د سردې او مرنجان تر کلي پورې سیمه د نوي کال په مناسبت د جشن یا د شالیمار د میلې سیمه اعلان کړه چې نوموړې سیمه د انارو، زردالو، شفتالو او انګورو باغونو پوښلې وه. نوموړې میلې ته به د زابلستان، هلمند، کاکړستان، پشين، کویټه، عبدالله، ګلستان، فراه، اروزګان، او یو شمیر نورو سیمو څخه خلک راتلل. خلکو به د نوي کال له لومړۍ نیټې سره سم د سیمې په  باغونو کې خیمې درولې، پسونه به یې حلالول، دیګونه به یې پخول او تر ۱۰ ورځو پورې به یې میله کوله خو ځینو څیړونکو بیا دغه موده ۴۰ ورځې هم ښودلې ده. (۶)
د شالیمار په میله کې به غیږې نیول کیدې، موسیقي به اوریدل کیده، د کبانو ښکار به کیده، نښه ویشتل، غیچ غیچ، خوسي، دورنه خط او داسې نورې محلي لوبې اجرا کیدلې. اوس مهال د نوروز څخه دوې ورځې د مخه خلک د خاکریز په ولسوالۍ کې د شاه آغا صاحب زیارت ته ورځي چې د کندهار د ښار په ۷۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د نوموړي زیارت جنډه پورته کیږي. همدارنګه ځینې خلک د ارغنداو په ولسوالۍ کې د بابا ولي زیارت، د دالې بند او د ابراهیم خلیفه بابا زیارتونو ته هم د نوي کال پر مهال د میلو لپاره ورځي خو د نوي کال او نوروز په مناسبت د کندهار په میلو کې یوازې نارینه ګډون کوي او د کندهار د خلکو په منځ کې میلو ته د خپلو فامیلونو بیول رواج نه لري.
د لرغوني بلخ په مرکز مزارشریف کې د ګل سرخ میله کیږي، د سخي د زیارت جنډه پورته کیږي چې نوموړی زیارت د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب دی، وزلوبه یا بزکشي کیږي او مختلفې لوبې سر ته رسیږي. پتیل شوې ده چې سږ کال به د ګل سرخ د میلې او د سخي په زیارت باندې د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې د سیمې د هیوادونو مشران هم شرکت کوي او د یوه ګډ سیمه ایز کلتور انځور به وړاندې کوي. د ګل سرخ میلې او د حضرت علي کرم الله وجهه په زیارت باندې د جنډې د پورته کولو مراسمو ته د هیواد له ګوټ ګوټ څخه خلک راځي او سیل کوي. باید وویل شي چې د ګل سرخ میله او د جنډې پورته کول په ملي کچه نمانځل کیږي چې په محلي چارواکو سربیره د مرکز څخه هم لوړ رتبه حکومتي  پلاوی د مزارشریف په مراسمو کې ګډون کوي. باید وویل شي چې لرغونی بلخ د نوي کال او نوروز د میلو اوږد تاریخ لري او په خپل دور کې یې د مرکزي آسیا د زړه په توګه رول لوبولی دی چې د لویې افغاني امپراطورۍ وګړو به د نوروز په میلو کې هلته ګډون کاوه. د تاریخي اسنادو په بنسټ بلخ د زردشت د پيروانو لرغونی مرکز هم ګڼل کیږي.
د هرات، فراه او د افغانستان د جنوب لودیځې حوزې زیاتره اوسیدونکي له خپلو فامیلونو سره یو ځای شنو ځایونو، لوبغالو او غونډیو ته راوزي. د پسرلي له هوا څخه خوند اخلي، یوه او بل ته د نوي کال په مناسبت مبارکي وایي، میله کوي، سبزي چلو پخوي او په زرغونو ورشوګانو باندې چکر وهي او په ځینو زیارتونو باندې جنډې هم پورته کیږي.
په وردګو، لوګر، غزني او بامیانو کې هم خلک د نوي کال په مناسبت یو لړ ځانګړي مراسم لري. د ساري په توګه د وردګو خلک د نوي کال په لومړۍ ورځ خوښ وي، ټالونه او زانګو اچوي، نښه ولي او زیارتونو ته ځي. په پخوا وختونو کې به د هغو سیمو خلک چې د ګوربت تاریخي غره ته څیرمه پراته دي د همدې غره مارخانو ته ورتلل او ماران به یې ژوندي نیول. همدارنګه د نوروز په ورځ د وردګو بزګران په خپلو پولو او پټیو کې ونې کري او خپل غوایان را وباسي او آزمیښتي یوویې (قلبه) کوي څو خپل غوایان د ځمکو کرلو ته چمتو کړي چې دغه کار ته د غوایانو سړول ویل کیږي. د وردګو یو شمیر خلک د نوي کال په ویاړ یو بل ته میلمستیاوې کوي او کوژده شوو پیغلو  ته د خسرګنۍ د کورنۍ له لوري د نوي کال په مناسبت پوښ هم ور وړي.
په بامیانو کې به پخوا د نوروز په ورځ خلکو هڅه کوله چې د کلي په سر یو غویي حلال کړي، غوښه یې ټول کلي ته ور وویشي او د نوروز ورځ د تازه ښورا په خوړلو سره و نمانځي خو اوس مهال په دې ولایت کې رواجونو توپیر کړی دی او هغه خلک چې د ژوند اقتصادي کچه یې ښه وي نو هڅه کوي چې د کابل په څیر رواجونو ته مخه کړي.
په بدخشان، تخار، کندز او د افغانستان د شمال په نورو سیمو او ولایتونو  کې خلک د نیمه میده غنمو ( ورغاستو) خوږه اوګره  پخوي، خیراتونه کوي، شنو ځایونو او زیارتونو ته ځي، دعاوې کوي.
په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان کې د کال په لومړۍ ورځ خلک له خپلو فامیلونو سره یو ځای شنو ځایونو ته راوزي، د شنو فصلونو او شوتلو له لیدلو څخه خوند اخلي، سبزه لغت کوي، زیارتونو ته ځي او د خپلوانو مړو په قبرونو اوبه اچوي.
د پکتیا، پکتیکا او خوست اوسیدونکي هم د نوي کال په لومړۍ ورځ د نورو ولایتونو اوسیدونکو ته ورته مراسم اجرا کوي، خلک له خپلو کورونو څخه راوزي، زیارتونو ته ځي، ډنډکی پخوي، ډولونه وهي، ملي اتڼ کوي او د پکتیکا خلک خو په دې ورځ د نیزه وهلو لوبې هم تر سره کوي. همدارنګه په خوست کې زیاتره خلک د متون غونډۍ ته ورځي او د  خیوني په نامه کورونو ته  د میوې وړل هم رواج لري.
په کابل کې په رسمي دولتي مراسمو سربیره چې د دولت د مشر پیغام او د بزګر د جشن نمانځل په دې ورځ صورت مومي خلک د سخي زیارت، قرغه، شهدای صالحین، د شهید نادرخان تپه، باغ بالا، باغ بابر او داسې نورو سیمو او تپو ته وزي. له زیاتو وګړو سره د خپل فامیل غړي یو ځای چکر وهي او د نوي کال له لومړۍ ورځې څخه خوند اخلي. همدارنګه یو شمیر وګړي موسیقي اوري او ځینې هنرمندان وړیا کنسرتونه اجرا کوي، ډولونه وهل کیږي او یو شمیر اتڼ چیان ورته ملي اتڼونه کوي. د کابل په منډوي او د سخي په زیارت باندې جنډې پورته کیږي او سیل کوونکي د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کیدو لپاره دعاوې کوي.
د امیر محمد په وینا چې پخوا به د کابل خلک د نوې، نازکې او تازه شفتلې د خوړلو لپاره قلاچې ته تلل، د شهدای صالحین په غونډۍ به یې چکر واهه او د ارغوان د ونو د لیدلو لپاره به د خواجه صفا غونډۍ ته ورختل.
د نوروز په ورځ د کابل ښاریان هڅه کوي چې سبزي چلو پوخ کړي، د هفت سین دسترخوان له هغو میوو څخه  چمتو کړي چې له اوو داسې څیزونو څخه جوړ شوي چې د نوم پيل یې په سین باندې کیږي. ځینې خلک بیا له اووه ډوله میوې څخه  د هفت میوه شربت جوړوي او د خپلوانو کورونو ته هم د کال په لومړۍ ورځ ورلیږي. همدارنګه د نوي کال په ویاړ د سمنک پخول هم د یو شمیر کابل ښاریانو له پخواني رواج څخه لري چې په ځانګړي ډول پخیږي.
د هغو نجونو لپاره چې نوې کوژده شوې وي د نوروزۍ په نامه کالي، میوه جلبۍ او پاخه کبان د نامزاد د کورنۍ له خوا ور وړل کیږي چې دغه رواج ورو ورو د کابل د اطراف او سیمو ته هم غزیدلی دی.
وړاندیزونه:

• د نوي کال نمانځل باید په داسې ډول وشي چې د افغانانو چې د حقیقي کلتور څرګندوی وي او زموږ د خلکو د کلتوري بډاینې سبب شي.
• د نوي کال د نمانځلو په ترځ کې باید هڅه وشي چې په خلکو کې د کار شوق را پیدا شي.
• زیاته هڅه وشي چې بزګران داسې و هڅول شي څو د دې هیواد بایرې ځمکې آبادې او زموږ هیواد سمسور شي.
• باید په دې ښکلي مناسبت له ټولو ناوړه اعمالو لکه د اهلي حیواناتو له جنګولو څخه ډه ډه وشي چې له بده مرغه په یو شمیر سیمو کې رواج لري.
• د افغانستان د ملي غوښتنو په بنسټ دې په نوي کال کې د سولې د اعادې لپاره هڅې وشي څو زموږ خلک د یوه روښانه ژوند درلودونکي شي.
• د افغانستان چارواکي، حکومتي اداره او عام ولس ټول هڅه وکړي چې د نوي کال میله د ملي یووالي په لوري یو ګام و ګڼي ځکه چې دغه میله په هیڅ ځانګړي قوم، نژاد او یا مذهب پورې ندی تړلی بلکي د ټولو افغانانو یو کلتوري او موسمي جشن ګنل کیږي.
• وړاندیز کیږي چې په راتلونکو کلونو کې دې د سیمې د هیوادونو تر منځ د نوروز او نوي کال سیمه ایزه میله د هیواد په پلازمینه کابل کې هم جوړه شي. 
اخځلیکونه:
1. www.iranologie.com/history/nowruz
2. مهرداد بهار، اساطیر ایران، ص ۲۰۵
3. داکتر شمس الحق آریانفر، عوامل ماندګاري و سیر تاریخي نوروز، سایت آریايي
4. البیروني، آثار باقیه، ص ۲۱۵
5. الالوسي، بلوغ الارب، ج۱، چاپ قاهره، ۱۹۲۵، ص ۶۴
6. کندهار د تاریخ په اوږدو کې، مطیع الله روهیال، د سمینار ټولګه
7. له غلام ولي نوري سره مرکه
8. د مختلفو سیمو له وګړو سره مرکې